د غزني ولایت دیني مدارسو منسوبینو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۲
س

د غزني ولایت د مدارسو مسئولینو، اداري مدیرانو او استادانو لپاره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې یو ورځنی تعلیمي سیمینار ترسره شو.
د پوهنې رئیس وویل چې  له دغه پروګرام څخه اساسي موخه د مدارسو استادانو لپاره د نویو تدریسي مېتودونو په اړه معلومات ورکول دي.
نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې ګډون‌والو ته وویل چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې هرڅوک باید په خپلو مسئولیتونو کې خورا زیات اطاعت او ژمنتیا ولري.
هغه له استادانو وغوښتل چې په مدارسو کې د تدریسي کچې ښه‌والي لپاره لا زیاته همکاري وکړي او ټینګار یې وکړ چې د تدریس په پروسه کې باید پرمختګ وشي، ترڅو د طلابو او زده‌کوونکو ذهنونه ښه روښانه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS