‏د پوهنې وزارت د مرکزي هستې منسوبینو اړوند برېښنایي حاضرۍ سیسټم پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
12

د پوهنې وزارت مشرتابه له هڅو سره په ادارو کې د کارکوونکو د حاضرۍ نظم، او روڼتیا په موخه، د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د برېښنايي حاضرۍ سیسټم فعال شو.

په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او مسئولینو هم حضور درلود.

د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسئولینو په خپلو خبرو کې د برېښنایي حاضرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، له دې سره به د حاضرۍ پروسه یوې واحدې مرجع ته وسپارل شي، چې دا به د لاسوهنو څخه مخنیوي، روڼتیا، پر وخت راپور کولو او یو شمېر نورو برخو کې پرمختګونو ته لاره پرانیزي.

په پای کې په نمونوي ډول یو شمېر مسئولینو او چارواکو ته د برېښنايي حاضرۍ کارتونه هم ووېشل شول.

غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تنفیذ کمېټه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال د دعوت او ارشاد رياست مسٸولينو لخوا د مرکزي هستې ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو محترم رئیس په کاري سفر ننګرهار ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي او د پوهنې له آمرینو سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي پنجشېر ولايت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست مرستیال محترم مولوي بسم‌الله حسان پنجشېر ولایت د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د ياد ولايت پوهنې ریاست سرپرست، پوهنې مسئولینو، د ولسوالیو  پوهنې آمرينو،. . .

BACK TO NEWS