دمیدان وردګ د ښوونځیو د امریتونو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_میدان ورګ: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اړوند د څلورو ښوونځيو د خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۳۰ تنو کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، د دپوهني رییس دوکتور سعید منصور په ګدون ، د اصلاحات اداری کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.
دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۳۰ تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۴ تنه دبریالیتوب په صورت کي دچک ولسوالۍ دآبپران شهیدانو لیسې دآمريت، دنرخ ولسوالی قاضي ګل محمد لیسې آمریت او جلریز ولسوالۍ دمیر علي احمد حجت منځني ښوونځي د مدیرانو په حیث په ډندو وګمارل شي.
دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دنډوګمارل شویدي.
