پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو کمسیون د ښوونې او روزنې د تشکیل بیاکتنې وروستنۍ حالت وڅيړه.

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۰:۵۱
پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو کمسیون د ښوونې او روزنې د تشکیل بیاکتنې وروستنۍ حالت وڅيړه.

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې د پوهنې وزارت او د اداری اصلاحاتو کمیسیون د ښوونې او روزنې تشکیل بیاکتني وروستنۍ حالت په یوه ګډه غونډه کې وڅیړه.

په دې غونډه کې د اداری اصلاحاتو کمسیون کمشنر حشمت الله هاشمي د پوهنې وزارت بنسټيزو اصلاحاتو په اړه خپل چمتو شوۍ راپور وړاندې کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه د اداری اصلاحاتو کمیسیون له لوري د چمتو شوي راپور له لیدو وروسته، خپل نظرونه او وړاندیزونه د پوهنې وزارت د بنسټیز تشکیل بیاکتني څرنګوالي په اړه وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون څو وخته وړاندې د پوهنې وزارت دندو او جوړښتونو بیاکتنې، د بشري سرچینو مدیریت د معلوماتي سیستم مینځته راوړلو او فعالولو، د پوهنې وزارت د ټولیزو آزموینو پایلو پلي کولو په برخه کې د همکاري چوکاټ رامینځته کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړۍ وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS