د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې له مرکز څخه ۶۳ تنه نجونې فارغې شوې
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې له مرکز څخه ۶۳ تنه نجونې فارغې شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه ، د پکتیا والی شمیم خان ګټوازي بر سیره ، د پوهنې رییس استاد کوچې څاځي، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، ښوونکو او محصلینو ګدون درلود.
پکتیا والي شمیم خان کټوازي یادو فارغو نجونو ته د مبارکۍ تر څنګ ډاډ ورکړ چې دوی به لا د غوره ښوونیز چاپیریال برابرولو په برخه کې هلې ځلې وکړي. همدارنګه نوموړي له ټولو هغو سرچینو مننه وکړه چې ددې پروګرام په ترتیب کې کوښښ کړی دی.
استاد کوچي ځاځي په خپلو خبرو کې وویل: دا د ویاړ ځای دی چې نن په بېلابیلو برخو کې نجونې خپلې زده کړې بشپړوي، انشاالله مونږ به هڅه وکړو تر څو لا غوره اسانتیاوې د خویندو په برخه کې وړاندې کړو.
د یادولو وړ ده چې د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ د ښوونکو د روزنې له مرکز څخه ۶۳ تنه نجونې د یونیسیف په مالي مرسته د ګېټ برنامې تر چتر لاندې له دوه کلنو زده کړو بشپړولو وروسته فارغې شوې، چې ۳۱ یې د ساینس او ۳۲ نورې یې د ادبیاتو د زده کړې او تدریس په برخه کې روزل شوې وې.
