د لغمان د پوهنې ریاست د دریم اوڅلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د ۵ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له سلو کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د مهترلام ښار د روښان لیسي د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، دپوهني رییس عبدالله حمیدی ، د پوهني ریاست سلاکار، دښځو چارو رییسه، د اصلاحات اداری کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.
دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۹۶ تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۵ تنه دبریالیتوب په صورت کي په دریم او څلورم بستونو کې په ډندو وګمارل شي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي. يوازې به لياقت ، استعداد او ددوې د سوالونو ځوابونه به معيار ګرځول کيږي ، نوموړي زياته کړه :که چا دخپل په ترلاسه شويو نمرو قناعت نه درلود درې ورځې وخت لري چې شکايتونه يې واوريدل شي او رسيده ګي ورته وشي .
دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دندوګمارل شویدي.
