په لوګر کې ۲۷۲۴ کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شول
د پو هنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې ۲۷۲۴ ښځینه او نارینه له ۹ میاشتني زده کړو وروسته د سواد زده کړې له کورسونو څخه فارغ شول.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي ډاګټر محمد خالد مهمند، مرستیال والي الحاج محمد نبي احمدزي، د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي،د لیک لوست سرپرست آمر محمد عظیم ستانکزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرحمن تسل، د افغان ایډ موسسې استازو، د سواد زده کړې فارغانو او کورنیو برخه اخیستې وه.
په نوموړو فارغینو کې ۱۶۹۸ نارینه او ۱۰۲۶ ښځینه شامل دي، چې له ۱۵ څخه تر ۴۵ کلونو پورې عمرونه لري.
یاد کسان د سواد زده کړې په ۲۳۳ کورسونو کې د سواد له نعمت څخه برخمن شوي، چې ټولو ته د درېیم ټولګي معادل سندونه هم ورکړل شول.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي یادې غونډې ته وویل، چې نالوستو ته یې د سواد زده کړې زمینې برابرولو لپاره پراخې هلې ځلې پیل کړي.
هغه زیاته کړه،چې دا مهال په لوګر کې د سواد زده کړې ۲۵ مرکزونه فعالیت لري، چې په کې ۴۳۰ میرمنې په زده کړو بوختې دي.
هغه وویل،چې په راتلونکي کال کې د سواد زده کړې ۲۷۰ نور کورسونه هم فعالوي، چې په دې سره به ۵۴۰۰ کسانو ته د سواد زده کړې زمینه برابره شي.
د هغه په وینا، چې یاد کورسونه به د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت په لارښوونه په هغو سیمو کې فعال شي، چې د نالوستو کسانو شمېر پکې ډېر وي.
هاخوا د لوګر مرستیال والي محمد نبي احمدزي وویل، چې له بې سوادۍ سره یې د مبارزې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې یادې کمېټې نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې د زمینې د برابرولو او د بې سوادۍ د ختمولو په برخه کې پراخې هلې ځلې کړي دي.
د یادونې وړده، تېر کال هم په لوګر کې د ۷۵۶ میرمنو په ګډون ۲۲۰۷ تنه د لیک لوست له کورسونو څخه فارغ شوې دي.
