خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۸ - ۱۴:۴۷

د پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزارت د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي بیړنۍ کمیټې د پریکړې په اساس او د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش په رهبرۍ د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، د ښوونکو د روزنې مراکز، خصوصي کورسونه او مدرسې

د ١٣٩٩ لمریز کال د د غبرګولي د ١٨ مې څخه بیا د وږي د میاشتې تر ١٨ مې پوری رخصت دي خو د لرې واټن زده کړیزې برنامې ادامه لري.

په ښوونځیو کې د حضوري زده کړو په اړه به د نوموړي ویروس د کمیدو په صورت کې پریکړه کیږي.

د سړو سیمو د زده کوونکو څلورنیم میاشتنیو آزموینې به د کلنۍ آزموینې سره سم اخیستل کیږي او نمرې به یې له ١٠٠ څخه ورته محاسبه شي.

د ګرمو سیمو آزموینې تر بلې خبرتیا ځنډیدلي دي.

شونې ده پوهنې وزارت د ښونیزو زده کړو بدیل خدمات په رسمي توګه پیل کړي په دې طرحه کې د ضد عفوني کولو او د حفظ الصحې د مراعاتولو په صورت کې به د لرې واټن زده کړې په پام کې نیول شوې دي نو له دې کبله د پوهنې وزارت له ټولو درنو زده کوونکو څخه غواړي تر څو د رخصتیو څخه اړینه ګټه پورته او د ټلویزیون او راډیو له لارې خپلې زده کړې تعقیب کړي.

خصوصی ښوونځي هم کولای شي چې په ټول هیواد کې د کیفیت او د کورنیو د رضایت په پام کې نیولو سره د انلاین زده کړو بهیر پیل کړي د پوهنې وزارت د رهبرۍ د غونډې د پریکړې په اساس چې د خصوصي زده کړو له مسولانو سره شوې د هغه شمیر زده کوونکو سره چې مالي توان نه لري تخفیف او تاجیل د خصوصي ښوونځیو له لوري ورته په کې نیول کیږي او همدغه راز به پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو له انلاین درسي بهیر څخه په جدي توګه نظارت کوي پوهنې وزارت ژمن دی چې د تعلیمي کال او درسي نصاب په تکمیلیدو سره به د موثره لارو څخه په کار اخیستو د رخصتیو موده جبران او د زده کوونکو او کورنیو تر غوږونو ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS