په لغمان کې د یو لومړي ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د مرکز اړوند میاخیلو لومړنۍ ښوونځي نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د لغمان والي رحمت الله یارمل، د پوهنې رییس عبدالله حمیدی، د یاد ریاست کارکوونکو، د سیمي مشرانو ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.
د لغمان والي رحمت الله یارمل د میا خیلو ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله زیاته یی کړه، د میاخیلو ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۱۰ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت د سویډن کمیټي په مالی مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې ۶ درسي خوني، ۲ اداري خوني، د احاطوي دیوال، عصري تشنابونه، میز او چوکۍ د څښاک اوبه نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
همدارنګه د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د یادې ودانۍ په پرانېست غونډه کې د ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوهنې رییس زیاته کړه: چې د دې ښوونځي په جوړیدو سره به د شاوخوا کلیو ۴۰۰ تنه ماشومان په ښه توګه وکولای شي د لته په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي، له نیکه مرغه موږ دا مهال د معارف په برخه کې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې هم د ښوونځیو رغنیزې پروژې تر لاس لاندې لرو او کار يې ادامه لري.
د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ساتلو او مراقبت ته به یې جدي پاملرنه کوي.
