د پل علم ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۸:۵۲
د پل علم ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش پیل شو

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت په مرکز پل علم اړوندو ۹۹۷ ښوونکو ته له کلونو ځنډ وروسته په عملي ډول د استوګنې نومرو د وېشلو لړۍ پیل شوه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د والي محمد اجمل شاه پور تر څنګ د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات، د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، مدني فعالانو، د رسنیو استازو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

یاد ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېروازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

دغه ښارګوټی ۹۹۷ د استوګنې نومرې لري، چې یواځې په مرکز پل علم پورې اړوندو مستحقو ښوونکو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي یادې غونډې ته وویل، چې په دې ښارګوټي کې ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو مستحقو ښوونکو ته به د ټاکل شوي کمېسیون له خوا نومرې ووېشل شي.

هغه له ټولو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو نومرو کورونه جوړ کړي او پر نورو کسانو یې له پلورلو ډډه وکړي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي د پل علم پر ښوونکو د نومرو پر وېش خوښي وښوده او ویې ویل، چې له کلونو راهیسې ښوونکو د نومرو غوښتنه کوله او دا د خوښۍ ځای دی، چې په عملي ډول دا کار پیل شو.

د لوګر والي محمد اجمل شاه پور د ښوونکي د ارزښت او اهمیت تر څنګ د پل علم د ښوونکو د ښارګوټي په پرانیستل کېدو خوښي وښودله او زیاته یې کړه،چې نن به د پل علم ټولو ښوونکو ته د ټاکل شوي کمېسیون له خوا عملآ د نومرو اسناد ورکړل شي.

د پل علم ښوونکي د نومرو پر وېش خوښي څرګندوي او وایي، چې له کلونو راهیسې یې د نومرو غوښتنه کوله او دا د خوښۍ ځای دی،چې په عملي ډول دا کار پیل شو.

هغوی زیاتوي،چې ښوونکو ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرول د دوی پر روحیې اغیزه کوي او لاهڅول کېږي، چې زده کوونکو ته ښه تدریس وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د محمدآغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د ښوونکو ښارګوټي هم پرانیستل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

د سیمې د متدینو خلکو لخوا، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ارخي کلي کې د دار الحفاظ لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
د دغې ځمکې د سپارلو په مراسمو کې پوهنې چارواکو، د دارالحفاظ او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند د کمال خېل منځني ښوونځي لپاره د ۵.۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
د لمریزې برېښنا دغه نوی سیسټم د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمه‌ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

د بامیان ولایت یوې لېسې سره د ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکو د اړینو اداري او تدریسي تجهیزاتو پېرودلو په موخه، د یادې ولسوالۍ د شنیه اخضرات عالي لېسې سره د ۷۴ زره ۲۰۵ افغانیو مالي مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS