د ننگرهار د سوربي د نجونو په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانېستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۲۱
افتتاح اتاق کمپیوتر در لیسه سوربی ولایت ننگرهار

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د سوربي د نجونو په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه.

د کمپیوټر زده کړې یاد ټولګي د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د ستاره درخشان مرسته کوونکې ادارې په مالي لکښت جوړ شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د دغه کمپیوټر خونې د پرانستې پرمهال له مرسته کوونکې ادارې څخه مننه وکړه او یاده یی کړه چې دکمپیوټر زده کړي د اوسني عصر غوښتنه ده او اړینه ده چې ټول زده کوونکي د نورو علومو تر څنګ کمپیوټر زده کړي هم ولري، هغه د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل چې له مرسته شو وسایلو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او په څنګه یی ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د ستاره درخشان مرسته کوونکې ادارې ولایتي مسوول تواب بهیر وویل: په دې کمپیوټر خونه کې ۱۵ کمپیوټرونه، د لمریزې بریښنا وسایل، ۱۵ پایی میزونه، ۳۰ پایي څوکۍ اونور اړین توکوی شتون لری چې پر یووخت ورڅخه ۳۰ تنه زده کوونکي ګټه اخیستلي شي، همدارنګه د دغه کمپیوټر خونې لپاره یو ښوونکي هم د اړوندې ادارې له لورې ګومارلی شوي دئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS