غور ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول پیل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۱:۰
غور ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول پیل شول

پوهنې وزارت، غور: د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یاد ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا واکسین د لګولو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه چې د یادې ادارې ټول کارکوونکي به واکسین شي.

د غور ولایت روغتیایی چارواکو ژمنه کړې چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د پوهنې ریاست ټولو اداري کارکوونکو او ښوونکو ته د کرونا واکسین چمتو کړي.

د غور د پوهنې ریاست د عمومي تعلیماتو آمر، الحاج فضل الحق نجات د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست هڅې وستایلې او مننه یې وکړه، چې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته یې د کرونا واکسین د لګولو لړۍ پیل کړې.

ښاغلي نجات له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې واکسین وکړي او د عامې روغتیا ریاست سپارښتنې په پام کې ونیسي، څو له دې وژونکې ناروغۍ څخه ځان وژغوري.

نوموړي زیاته کړه: د کرونا واکسین په لګولو سره ، به د یاد ریاست کارکوونکي د دې وایروس له خطر څخه خوندي شي او د دې ولایت په تعلیمي بنسټونو کې به د دې ناروغۍ د لا خوریدو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS