د پوهنې وزارت لپاره ټاکلی سرپرست وزیر دنوموړي وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۱ - ۹:۴۴
د پوهنې وزارت لپاره ټاکلی سرپرست وزیر دنوموړي وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو

محترم شیخ الحدیث والـ‌تفسیر جناب نورالله (منیر) د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د نوموړي وزارت د سرپرست وزیر په ټوګه ور وپیژندل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې اړه جوړه شوې وه د ا.ا.ا یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او دپوهنې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او په لومړي سر کې د رهبرۍ شورا غړی او د محاکمو د ادارې مرستیال محترم شیخ الـحدیث مولانا محمد شریف دعلم د ارزښت په اړه د اسلام د مبارک دین په رڼا کې مفصلې خبرې وکړې وویل: د شریعت علم د ټولو علومو په سر کې راځي چې وروسته د شریعت د علم څخه د معاش علم دی ښاغلي مولانا محمد شریف د حنفي فقې په اړه هم خبرې وکړې او فقه یې په ټولنه کې د ټولو ستونزو د حل لپاره د یواځینی مرجع په توګه وبلله، محترم مولانامحمد شریف زیاته کړه که چیري زموږ د دوولسم ټولګي فارغ زده کوونکي د شریعت په علم سمبال وي او هغه له پوهنتون څخه هم فارغ شي نو د ټولنې لپاره به ډیر یو مؤثر په کار پوه او په اسلامي روحیه سمبال وي چې پرته له شکه به هیواد او خلکو ته د اسلامی ارزښتونو په رڼا کې د یو فعال شخص په توګه هیواد والو ته د خدمت جوګه شي.

وروسته د ااا د مذاکراتي ټیم مشر او رهبرې شورا غړي شیخ الـحدیث و الـتفسیر مولانا عبـ دالحکیم حـ قاني هم دعلم د فضایلو په اړه اوږدې او هر اړخیزې خبرې وکړې محترم

حـ قاني صاحب د ااا له جهاد څخه موخه د اشغال ختم او د اسلامي نظام ټینګیدل په ګوته کړل.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د هیواد د تجزیې په اړه چې کومې آوازې او ګنګوسې خپریږي په کلکه رد کړې وویل: د ااا د هیواد یو والی او اتحاد ته ژمن دی او داسي یو ناوړه کار به هیڅ کله هم ونشي زغملی.

ښاغلي حـ قاني د تیر حکومت پر ناوړه کړنو هم رڼا واچوله هغه نظام یې له فساد څخه ډک نظام وباله چې د ااا په راتګ سره د فساد لمنه ور ټوله شوه او هیواد یې له ممکنه تجزیې څخه وژغوره.

محترم حـ قاني د خلکو د تشویشونو په اړه چې ګواکي هیواد به مو له اقتصادي ستونزو سره مخ شي بې ځایه وبلل ډاډ یې څرګند کړ چې د پاک الله (ج) په نصرت سره به د هیواد اقتصاد ډیر پیاوړی شي چې له دې سره به دخلکو اقتصادي وضعیت هم د بهبود او ودې په لور په حرکت کې شي.

ورپسې د تعلیم او تربیې د مرکزي کمیسیون غړي ابو سـ‌عید راشـد خبرې وکړې او د جـ‌هاد د پیل نه بیا تر اوسه پورې چې کومې هڅې د ااا د مجاهدینو او مسئولینو لخوا د ښوونې او روزنې په برخه کې شوې د قدر وړ وبللې او د دوی د نه ستړې کیدونکو هڅو درناوې وکړ.

ورپسې د ااا د پوهنې سرپرست وزیر شیـخ الـ حدیث و التـ‌فسیر ښاغلي نورالله منـ‌یر د افغانستان په څلویښت کلونو ربړو رڼا واچوله او کومې هڅې او زحمتونه یې چې د جـ‌هاد په دوران کې د هیواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې کړې او آن تر دې چې په دغه ماشومانو د طاغوتي حکومت لخوا پرې بې رحمانه بمـ‌بارۍ هم شوې دي یادونه وکړه او له هغه ټولو ملګرو یې مننه او کور ودانی وکړ چې په دغه لار کې ورسره همغږي وو.

ښاغلي منیر څرګنده کړه چې ااا ژمن دی چې دهیواد بچیانو ته به دهیواد ګوټ ګوټ ته ښوونیز او روزنیز خدمات رسوي او هڅه به یې دا وي چې دهیواد ټول ماشومان زده کړې ته لاسرسی ولري تر څو په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار نه وي.

ښاغلي منیر هغه موضوعاتو ته چې په راتلونکي کې به پوهنې وزارت ورته لومړيتوب ورکړي وویل:

د ماشومانو ادب ته به ډیره پاملرنه کيږي.

د ښوونې او روزنې بهیر به د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د هیواد ګوټ ګوټ ته رسول کیږي.

د ااا د دینې او عصري علومو زده کړو ته ژمن دی او تر خپل توان پورې به دواړه علوم ته وده وکوي.

د افغانستان روان نصاب کې به اصلاح رامنځته کیږي کوم هغه مسایل چې د اسلام سره په ټکر کې وي د هغه په اړه به د افغانستان ا.ا اقدام کوي.

محترم منیر د بهرنیو هیوادونو د مرستو په اړه وویل: د ااا به هیڅ راز هغه مرستې چې په هغه کې زموږ څخه د اسلام او شریعت څخه خلاف کوم شی وغوښتل شي و نه مني.

غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS