دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف له نوي مسئول ښاغلي محمد ایو یا سره وکتل
 
               د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب، تر غرمې مخکې  د یاد وزارت  د مقام په دفتر کې د افغانستان  لپاره د یونیسف له نوي رئیس ښاغلي محمد ایویا، مرستیالې اغلې الیز او تعلیمي مسئولې اغلې جینت اوجیلار(Jeanette Vogelaar) سره  وکتل.
د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب  راغلیو میلمنو ته  ښه راغلاست او ښاغلي محمد ایویا ته  یې د نوې دندې مبارکي وویله  . 
ښاغلي  محمد ایویا د خپلو خبرو په ترڅ کې افغانستان ته د خپل راتګ له امله خوښي څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د ښوونکو د معاشاتو د  ورکړې، د سیمه ایزو درسي ټولګیو  د جوړولو او زده کوونکو ته د کتابونو، درسي توکو او قرطاسیې د ورکړې  په برخه کې خپلو فعالیتونو ته اشاره وکړه . نوموړي زیاته کړه، چې نوموړی  به په ټول توان سره له افغان دردیدلي ملت  سره په تعلیمي برخه کې همکاري کوي. 
وروسته  ښاغلي  وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې  وویل، چې د اسلامي امارت په تیره بیا پوهنې وزارت تعلیمي پالیسي په مجموع کې په څو مهمو ټکیو را څرخي. لومړی دا چې اسلامي  امارت به تعلیم ته عمومیت ورکوي او د هیواد   کلیو،بانډو او  محرومو سیمو ته به هم خپل تعلیمي خدمات عرضه کوي. دویم دا چې د ښارونو او کلیو ترمنځ به د تعلیمي خدماتو د عرضه کولو په برخه کې توازن او تناسب په نظر کې نیسي  او دریم  دا چې د تعلیم په کمیت برسیره به کیفیت ته هم لازمه پاملرنه کوي. 
د یادونې وړده، چې د افغانستان لپاره د یونسیف نوی ټاکل شوی مسئول اصلا د مالي هیواد اوسیدونکی دی، مخکې یې په صومالیا کې دنده درلوده او د تیرې شنبې په ورځ افغانستان ته راغی.
