د نیالګیو کینولو کمپاین "زما ښوونځي، زما نیالګي" په ننګرهار ښوونیز مراکزو کې پرانیستل شو. 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۹:۹
افتتاح کمپاین نهال شانی " مکتب من، نهال من" در مراکز تعلیمی ولایت ننگرهار

د نیالګیو کینولو کمپاین د جلال اباد ښار اړوند د عبدالوکیل هلکانو په لېسه کې پيل شوه، په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت "حقاني" او یوشمیر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې یاده کړه چې د ننګرهار زراعت ریاست له پوهنې ریاست سره د ۳۱۰۰۰ مثمر او غیر مثم رو نیالګیو سهم ورکړی، چې  یاد نیالیګي به د ننګرهار اړونده  ۲۲ ولسوالیو ښوونځیو ته په مساوي ډول وویشل شې.
پوهنې رئیس د ولسوالیو او ښوونځیو آمرینو، ښوونکو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې د پسرلي په رارسیدو سره په خپلو سیمو کې یو نیالګي د ځان او یو نیالګی د خپل هیواد لپاره وکرئ او تری لازمه ساتنه وکړئ  څکه چې نباتات د انسانانو او حیواناتو لپاره د غذایې مواد د تهیه کولو ترڅنګ د اکسجن  او د چاپیریال په ښکلا کې مهم رول لوبوي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS