د ۱۴۰۱هـ ش تعلیمي کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۹:۱۹
 11

نن ورځ چهارشنبه (۲۰/۸/۱۴۴۳هـ ق-۳/۱/۱۴۰۰هـ ش)  د هیواد نوی تعلیمي کال د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پیل شو. په همدې مناسبت د هیواد په مرکز ، ولایاتو او ولسوالیو کې ځانګړي مراسم  ترسره شول . تر ټولو شانداره مراسم د کابل ښار په امانیه تاریخي لېسه کې ترسره شول ، چې د سهار په نهو بجو پيل او تر یوولسو بجو یې دوام وکړ.
په یادو مراسمو کې  د اسلامي امارت د کابینې غړو، د پوهنې وزارت معینانو، مرکزي رئیسانو، کارمندانو، د ترکیې هیواد سفیر، د ځینو نورو بهرنیوسفارتونو استازو، د بهرنیو موسساتو او داخلي خیریه بنسټونو استازو،  د بهرنیو او کورنیو رسنیو  ژورنالیستانو، دکابل ښار د تعلیمي حوزو آمرینو، دحوزو دنظارت آمرینو،  د لیسو آمرینو، مدیرانو ،ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. یاد مراسم د پوهنې وزارت د نصاب ریاست د رئیس مولوي صبغت الله وصیل له لوري د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره  پیل شول، وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د محترم مقام په استازیتوب د چارو د ادارې د لوی ریاست مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق  وینا وکړه  او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د تعلیم د اهمیت او د هیواد  د بچیانو د تعلیمي خدمتونو په  برخه کې  داسلامي امارت د ژمنتیا او هلو ځلو په هکله تفصیلې خبرې وکړې. وروسته د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ الحدیث والتفسیر حافظ خلیفه سعیداحمد شهیدخیل له لوري د علم د فضیلت  په اړه د مبارکو ایاتونو او احادیثو په تلاوت سره نوی تعلیمي کال افتتاح شو. همدارنګه په دې مراسمو کې  د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان له لوري د نوي تعلیمي  کال په مناسبت  د پوهنې وزارت د اعلامیې  پښتو او دري متنونه ولوستل شول.
په  یادو مراسمو کې د کابل ښار د اړوندو  لیسو او همدارنګه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د څارندوی ګروپونو له لوري په زړه پورې او زړه راښکونکې ترانې ولوستل شوې او د معارف تلویزون له لوري د هیواد د تعلیمي بهیر په هکله مستند ویډیويي کلیپونه هم نندارې ته وړاندې شول.   
غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې معینیت د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده، چې د نوي تعلیمي کال د پیل د مراسمو تر ختمیدلو وروسته د یو لنډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د یاد  وزارت د نشراتو د رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان له لوري د بهرنیو او کورنیو ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS