په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې د فعالیتونو یوه برخه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۳:۴۳
132


خوست:
د خوست ولایت په ورګه لیسه کې د ښوونکي د ورځې او د سیرت النبی د سیالیو د پایلو د اعلان په مناسبت غونډه جوړه شوه.
 ګډونوالو د ښوونکي د ورځې د مبارکۍ په ترڅ کې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص) د ستر مقام په اړه خبرې وکړې او د هېواد د پوهنې په برخه کې یې د ښو فعالیتونو  او پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه.
بغلان:
دبغلان ولايت د پوهنې رئيس مولوي صاحب محمد نورعزيزي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د اداري مرستيال مل پاسوال عبادالله معاذ سره وکتل او له هغه څخه يې وغوښتل چې د ځینو ښوونځیو په تخلیه کولو کې دې امنیتي قواوي له موږ سره مرسته وکړي، چې د داوړو لورو له خوا ومنل شوه. .
په یو بل خبر کې:
 مولوي عبدالخالق عادل د تاله او برفک د پوهنې آمر له راغلي پلاوي سره یو ځای د نسوان اشرف، مایل او انګار لېسو له اداري او تدریسي چارې وڅارلې او د یادو ښوونځیو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس مولوي محمد طاهر جواد د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ د پوهنې ستونزې وڅېړلې او د دغې ولسوالۍ له ولسوال مولوي سيد محمد سره يې شریکې کړې. د درزاب والسوال ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره به د ښوونې او روزنې له بنسټونو سره مرسته ولاړ وي
کابل:
د پوهنې ریاست په تالار کې د ستر پیغمبر (ص) د زوکړې د ورځې په مناسبت سیرت النبي سیالۍ د څو ښوونیزو حوزو ترمنځ ترسره شوې.
په دې سيالۍ کې د ښار له هرو ښوونیزو حوزو څخه دريو تنو زده کوونکو په ازموينه کې برخه اخيستې وه.
په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي ایام الدین حماسي د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له مسؤلینو سره وکتل د شکردرې ولسوالۍ په کچه د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو، ښوونیزو فعالیتونو او د راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې وکړې. .
هرات:
د هرات د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر مولوي عبدالجليل مزمل د شمس لندن خصوصي ښوونځي د سيرت النبي سياليو د برياليو زده کوونکو د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړ. او د دا ډول برنامو جوړول یې د زده کوونکو لپاره ډېر ګټور وبلل.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې رئیس محمد حسن حقاني د دغه ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د پایکوتل شیبر ولسوالۍ له تدریسي، اداري او نیمه بشپړې شوې ودانۍ څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په یو بل خبر کې:
 د پروان ولايت د پوهنې رييس د پروان د سرې میاشتې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ او د پوهنې په برخه د کړو خدمتونو له امله یې د دغې کمېټې له لوري ستاينليک ترلاسه کړ.
لوګر:
د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د دوستان سیمې یو تن علم پال شخصیت احمدشاه چې په کاناډا کې ژوند کوي، د ۶۵ زره افغانیو په لګښت د دې ولسوالۍ د احیاء العلوم مدرسې د زده کوونکو لپاره د څښاک د اوبو څاه وکیندل. .
 دغه څاه ۹۳ متره ژوره ده چې د پاکو اوبو په لرلو سره یې د دغه ښوونځي د ۱۸۰ زده کوونکو ستونزې هوارې کړې دي.
لغمان:
د لغمان ولایت د تعلیمي څارنې آمر مولوي امیر آغا صدیقي د جانان هوتک لېسې ته لاړ او د زده کوونکو نظم او دسپلین او همدارنګه علمي کچه یې  وارزول.
له بلی خوا:
 د دغه ښوونځي د چت د ترمیم کار د سیمې د خلکو په مالي مرسته او په عمومي اشر سره پیل شو.
 د لغمان د پوهنې رئیس د ولسونو د دغه اقدام ستاینه وکړه او له نورو یې هم وغوښتل چې په خپلو هڅو سره په خپلو سیمو کې د پوهنې څراغ روښانه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS