د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۹:۱۵
د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

 د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق(صدیق )نورستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له سرپرست والي، د پوهنې له رئیس، مرکزي آمرینو، دولسوالیو د پوهنې له آمرینو، د ولایتي ادارو له مسئولینو، د مدارسو له استادانو او علماوو سره د یوې غونډې په ترڅ کې ولیدل.

د غونډې په پیل کې د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په هکله یې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د نورستان ولایت د علماوو  په استازیتوب مفتي عبیدالله سلیم او مولوي سمیع الله ویناوې وکړې او په یاد ولایت کې یې د شته تعلیمي ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل.

وروسته د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق د خپلې وینا په ترڅ کې لومړی نورستان ولایت ته په خپل راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت د کیفیت او کمیت له پلوه د مدارسو پرمختګ ته زیاته پاملرنه لري، چې په دې لړ کې به په لومړي قدم کې کلیوالي مدارسو ته د استادانو رسمي بستونه ورکړل شي او هم یې د پوهنې وزارت له لوري له ځان سره درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ نقدي مرسته را وړې ده، چې د ټاکلي طرزالعمل په اساس به د یاد ولایت مدارسو او دارالحفاظونو ته توزیع شي.
نوموړي د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو څخه وغوښتل چې په پوره دقت او شفافیت سره د هرې ولسوالي د مدارسو او دارالحفاظونو احصایه را غونډه او له راغلي هیئت سره شریکه کړي ترڅو د هغوی د تمویل او ستونزو د حل په برخه کې ممکنه اجراآت ترسره شي.
وروسته د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د نورستان ولایت د مرکزي دارالعلوم او نورو مدارسو له آمرینو سره ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل او هم یې ورسره ځیني اړینې سپارښتنې شریکې کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS