په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۳:۳۰
چندخبرکوتاه از معارف مرکز و ولایات

لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریس مولوي جنت ګل عزیز د دغه ولایت د خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو د پوهنې له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه او د مسوولینو نظرونه او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل.
لغمان:
د لغمان ولایت د ښاري پوهنې آمر قاري صدیق الله طارق د دغه ولایت په مرکز کې د شفا خصوصي ښوونځي له مسوولینو سره په کتنه کې د پوهنې د نظام پر پیاوړتیا، کیفیت او معیاري کولو ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې صادقانه کار وکړي.
کابل:
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ د پوهنې د څارنې کمېټې غړو د صوفیا ثانوي لېسې د اداري او تدریسي چارو د څارنې په ترڅ کې د یادې لېسې د ښوونکو ارزونه وکړه. د پوهنې د څارنې ټیم د کلیو له خلکو او د جوماتونو له امامانو سره یې هم غونډه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د کلکان د پوهنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
هرات:
د ګلران د پوهنې د څارنې آمر مولوي عبدالکبير حقمل او ورسره مل پلاوي يې د خلفاء راشدين حضرت ابوبکر صديق (رض) له کليوالي مدرسې څخه یې ليدنه وکړه او د دغو ديني مدرسو د ښوونیز بهیر ارزونه یې وکړه او د نصاب په اړه یې خبرې وکړې.
همدا ډول:
دهرات ولايت د پوهنې وزارت دعمومي زده کړو ريس مولوي عبدالجليل مزمل د دغه ښار د پوهنې رياست دقوسنان ليسې څخه ليدنه او څارنه وکړه او مسوولينو ته يې د ښوونیزو چارو د ښه والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې .
په یو بل خبر کې:
د پوهنې وزارت پلاوى د هرات د پوهنې له ریاست څخه د ښار او نولسو ولسوالیو د پوهنې له آمریتونو څخه لیدنه وکړه، د دغه پلاوي د سفر موخه په هرات کې د پوهنې د عمومي وضعیت څېړنه، د ریاستونو د تشکیل او اړتیاوو څېړنه وه، ترڅو د پوهنې وزارت له مشرتابه سره یې شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS