له ولایتونو څخه د پوهنې د فعالیتونو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۰:۴۰
fg
  • بلخ

د بلخ ولايت د پوهنې ريس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د پوهنې وزارت له لوري د نغدي مرستو د وېش په موخه د دغه ولايت کلدار ولسوالۍ ته لاړ. د دغو مرستو د وېش پر مهال يې د مدارسو او دارالحفاظونو له تدريسي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه. په ياده ولسوالۍ کې يې د پوهنې د کيفيت پر ښه والي او په مدارسو کې یې پر ښه تدريس ټينګار وکړ.

  • غزني

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د قلعه عطار اوسېدونکي محمد اسماعیل محبت خېل د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته یې په خپل لاس لیکل شوي د قران کریم یوه نسخه ډالۍ کړه.
 د غزني ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد منیر منصور د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او مننه یې ترې وکړه.

  • خوست

د NRC د انجینرۍ ټیم او د خوست ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو څخه ګډ پلاوي د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د دغه پروګرام له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې چارې په معیاري ډول او د قرارداد سره سم پرمخ یوسي.

  • بادغیس:

د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ۲۸ ژمني کوټونه او ۲۸ جوړې بوټان وپېرل او د دغه ولایت د یتیم خانو پر زده کوونکو باندې د دغه ریاست د څارنې د آمر مولوي حیات الله حقیر له خوا ووېشل شول.

  • کاپیسا:

د یونیسف ادارې د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د اله سای ولسوالۍ د ۶۰ ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار جوړ کړ. چې موخه یې په دغه ولایت کې په اداري او تدریسي چارو کې د پوهنې د مسوولینو د علمي سویې لوړول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS