د کابل له پوهنې ریاست څخه لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۰:۵۰
چند خبر کوتاه از کار و فعالیت ریاست معارف ولایت کابل

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د "دوکه خاص" منځنی ښوونځی لېسه شوه.
د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالحق حقاني د دې ښوونځي لوړول د هېواد د بچيانو لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولو په لاره کې يو ستر ګام وباله او له مسوولينو يې وغوښتل چې د ښوونځيو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي حقاني د دغه سفر په ترڅ کې په سروبي ولسوالۍ کې د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه هم څارنه وکړه.
د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د پوهنې مسوولین وايي: دوی د دې ولسوالۍ د پوهنې په آمریت کې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو له استازو سره غونډه وکړه او د دغو بنسټونو د فعالیتونو، راتلونکو پلانونو، ستونزو او خنډونو په اړه یې خبرې وکړې.
یو بل خبر هم په ډاګه کوي:
په ده سبز ولسوالۍ کې pin موسسې او د پوهنې آمریت مسوولينو د سيمه ييزو زده کړو ټولګيو ته د استخدام په موخه د ۲۵۰ تنو نوماندانو ترمنځ د ازادې سيالۍ پروسه پيل کړه، چې له دې جملې څخه يې ۶۰ تنه نارينه او ښځينه ګټونکي د سيمه ييزو زده کړو ټولګيو ته وګمارل شول.
او په دې وروستیو کې:
د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدین ایوبي په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ د ګل نذیر مدرسې د ازموینو څارنه یې کوله  د خاک جبار د کثیرالرشتوي انستیتوت د فارغینو په فراغت غونډه کې یې هم ګډون کړی و.
 نوموړي که څه هم دغو فارغانو ته مبارکي وويله، خو له هغوى يې وغوښتل، چې د دندو په ترسره کولو کې د اسلامي شريعت اصول او احکام په پام کې ونيسي او ځانونه د هېواد رښتيني خدمتګاران وګڼي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS