له ولایاتو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۵:۳۸
مختصری از فعالیت های معارف ولایت های کشور

د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي د پرېکړې پر بنسټ، د هېواد په ټولو ولایاتو کې د ښځینه ښوونځیو د دولسم ټولګي د زده کوونکو کلنۍ ازموینې د یوې ځانګړې کړنلارې په چوکاټ کې ترسره شوې.
د مرکز او ولاياتو د پوهنې مسوولين وايي: د اړوندو ښوونځيو پر ښوونکو سربېره، د پوهنې مسوولینو، د پوهنې څارونکو د پوهنې رياستونو مشرانو هم د ازموينې له بهير څخه څارنه وکړه.
ازموينې په شفافه او ارامه فضا کې د يادو ښوونځيو د زده کوونکو او ښوونکو له خوا د اسلامي حجاب په رعايتولو سره ترسره شوې.
د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د يادو شويو ازموينو پوښتنې د پوهنې وزارت د مسوولينو له خوا چمتو او د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې زده کوونکو ته وړاندې شوې.
لوګر:
د لوګر ولایت د کوچیانو له لېسې څخه ۳۵ تنه زده کوونکي فارغ شول.
 په همدې موخه د پوهنې ریاست مسوولینو، د ولایت  د نظامي او ملکي ادارو استازو، دیني عالمانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو په ګډون یوه شانداره غونډه جوړه شوې وه.
 په دې مراسمو کې زده کوونکو د خپلو استادانو له هلو ځلو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ترڅو ولس او هېواد ته د ښو خدمتونو لاسته راوړنې ولري.
کندهار:
د دامان ولسوالۍ د څارنې آمر مفتي محمود احمدي او د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د څارنې آمر مولوي عبدالغفار عمري د خپلو اړوندو ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې او وړانديزونه يې د پوهنې مشرتابه ته وسپارل.ترڅو د حل لارې ورته ولټول شي.
نیمروز:
د فوټسال سيالۍ چې څه موده وړاندې د نيمروز د پوهنې رياست د بدني روزنې او سپورت د مديريت په مرسته د زرنج د منځني ښوونځي د څلورم نه تر نهم ټولګي پورې د لسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې، د نهم ټولګي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. چې غوره لوبغاړي د بدني روزنې د مدیریت له خوا وستایل شول.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت چارواکي وايي: د دې ولسوالۍ د سلطان ویس بابا د نجونو منځنی ښوونځی او د زیراني د هلکانو منځني ښوونځي د زده کوونکو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وشوه. او د ښوونځیو مسوولینو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ مشورې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS