له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۰:۲۸
xdcvb

کابل:
د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د څارنې آمریت د ښوونیز کال اخیري غونډه د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې یې د لاسته راوړنو د ارزولو او د راتلوونکې ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د نېمګړتیاوو د لرې کولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
هرات:
د علمي سياليو د غوره زده کوونکو د جايزې ورکولو مراسم چې څه موده وړاندې د هرات، کابل، غزني او مزارشريف ولايتونو د ٦٠ خصوصي ښوونځيو د ٤٥٠٠ زده کوونکو ترمنځ په هرات ولايت کې د "ځوان پوهانو" تر نامه لاندې په لار اچول شوی و. ترسره شو.
د هرات ولايت د پوهنې رييس مولوي عبدالله اميني د دغو ښوونيزو مرکزونو د زده کوونکو هلې ځلې او هڅې وستايلې او د دغه شان سياليو ترسره کول يې د زده کوونکو د فکري ودې او د هغوى د استعدادونو د ودې لپاره مهم وباله.
خوست:
دخوست ولايت د پوهنې مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له خوا د دغه رياست د کارکوونکو دفکر د ښه والي په موخه د ورکړل شوي کتاب په محتوا خبرې وکړې او په دې اړه پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به دا کتاب هره ورځ له 15 څخه تر 20 دقیقو پورې د دې ریاست کارکوونکو ته تدریس شي.
کندهار:
د کندهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو او مدارسو د ملاتړ او لازمو ښوونیزو مرستو په برخه کې جدي پاملرنه لري او تل یې د دې لیریو پرتو سیمو د پوهنې د وضعیت او ستونزو څارنه او کنټرول کړی دی.
میدان وردک:
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د دغه ولایت د جهادي مدرسې د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او د دې پروسې پر روڼتیا یې د ټینګار تر څنګ د دې مدرسې له مسوولینو او ښوونکو څخه وغوښتل، چې خپلې ټولې دیني تجربې او معلومات دې د ښې روزنې په موخه تر زده کوونکو پورې ورسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS