له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۴۳
lkjhg


ننګرهار:
د افغان ماشومانو لپاره المان موسسې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د آمریت اړوند د بي بي مریم او محمد عارف لېسو پر ۲۶۰ ښوونکو او مسوولینو یې خوراکي توکي ووېشل.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د دې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او په نورو برخو کې يې د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
هرات:
د هرات ولایت د فیض الجاري دارالعلوم  د عالمانو او د قرآن کریم د قرائت له کورس څخه د ۱۸ تنو د دستاربندۍ مراسم ترسره شول.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د علومو پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو د مقام په اړه خبرې وکړې او د دغه دورې له فارغانو يې وغوښتل، چې ټولنې ته د خدمت لپاره لا زيات کار وکړي.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د IRC موسسې له لوري د ښوونیزو سیمینارونو د لړۍ په لړ کې د یاد شوي سیمینار په ګډون د دغه ولایت د ۱۳ نارینه ښوونځیو ۸۰ تنو ښوونکو ته ۱۱ ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو. د نصاب د جوړولو، د تدریس د مېتودونو او د زده کوونکو د ښې روزنې په اړه، د ماشومانو د حقونو او د ښوونځي د شوراګانو د مسوولیتونو په اړه خبرې وشوې.
کندهار:
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي نيک محمد نقشبندي د سيمه ييزو ښوونیزو شوراګانو له غړو او د ميا نورمحمد او رمباسي ښوونځيو له مسوولينو سره په کتنه کې له هغوى وغوښتل چې خپلې ورځنۍ چارې د اسلامي احکامو په رڼا کې تنظيم کړي.
کابل:
د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ د ښوونځيو د دولسم ټولګيو د فراغت او د کابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ د ځينو ښوونځيو د زده کوونکو د پارچو د وېشلو مراسم ترسره شو.
 د دواړو ولسوالیو د پوهنې مسوولینو زده کوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د وخت په ارزښت یې هم ورسره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

رسنیزبلنلیک

په پلان کې ده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال او والیبال خزاني سیالۍ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS