د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه ترسره شوې تبدیلۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې
د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو په کچه ترسره شوې تبدیلۍ د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د یو لړمراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، معینانو، مرکزي رئیسانو، آمرینو،مدیرانو او کارمندانو برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق ویناوې وکړې.
دوی په خپلو ویناوو کې د تبدیل شویو مرکزي رئیسانو د تیرو ترسره کړیو خدمتونو ستاینه او مننه او په نویو ورسپارل شویو مسئولیتونو کې یې د الله تعالی له دربار څخه ورته د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه. دوی په حکومتي چارو کې تغیر او تبدیل یو اصل او هره دنده یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې یادې تبدیلۍ یوازې او یوازې د مزیدو اصلاحاتو او په چارو کې د لا زیات نظم د را منځ ته کېدلو په موخه ترسره شویدي.
غونډه د یاد وزارت د اسلامي زده کړو د معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
