له پوهنې وزارت سره د مرستندویو بنسټونو د فعالیتونو د ارزونې په تړاو ناسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۱۶
له پوهنې وزارت سره د مرستندویو بنسټونو د فعالیتونو د ارزونې په تړاو ناسته وشوه

په هغه غونډه کې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د پوهنې وزارت د بېلابېلو ادارو د مسوولینو او د پوهنې ریاستونو د استازو په ګډون د مرستندویو ادارو د ترسره شویو پروژو د څارنې او ارزونې په موخه جوړه شوې وه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د پوهنې په برخه کې د څارنې پر ارزښت او ګټو وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ د څارنې په پایله کې د یوه موضوع نیمګړتیاوې او مثبتې خواوې معلومولی شو.
ورپسې د اړوندو کارکوونکو له خوا پرزنټېشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS