له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۲۰
شیشی

پروان

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني، د شهید میرعلي احمد او د تجربوي ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د يادو ښوونځيو د درسي فعاليتونو د څارنې تر څنګ له مديرانو او ښوونکو وغوښتل، چې درسي بهير ته جدي پاملرنه وکړي. او زده کوونکي په اسلامي او ملي روحيه وروزي.

پکتیا

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد تر څارنې لاندې د سکتوري ادارو او مرستندویو بنسټونو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سيمه ييزو او مرستندویو ادارو مسئولينو د خپلو کاري پلانونو د وړاندې کولو تر څنګ د دې ولايت د پوهنې له رئيس سره خپلې ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل.

لغمان

د قرغيو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرزاق سيار د همدې ولسوالۍ د کثير الرشتوي انستيتوت د محصلينو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني د دغه ریاست له مالي او اداري مدیر سره یو ځای د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۲۰ تنو آمرینو او د تعلیمي څارنې غړو لپاره د ښوونکو د مسلکي ودې په آمریت کې د ظرفیت لوړونې له جوړ شوي لس ورځني ورکشاپ څخه لیدنه وکړه. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دې پروګرام سیمینار له محتوا څخه ښه ګټه پورته کړي.

په کاپیسا ولایت کې د دویمې حصې ولسوالۍ آمریت د ښوونځيو او دیني مدارسو د اداري او تدريسي چارو د لا ښه والي په موخه د دې آمریت له کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه او په اړه يې نیکې توصیې ورته وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS