له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه!

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۲:۴۲
123

  لغمان

 د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د سویډن کمیټې ساحوي استازي او ورسره راغلي پلاوي د بابا میاخېل او میازمري میاخیل د ښوونځيو د دوه بابه کمپیوټر خونو د بیارغاونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
 د لغمان د پوهنې د رئيس په وينا: د دغو دوو کمپيوټري خونو لګښت يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ اټکل شوى، چې په دغه ولايت کې د يادې ادارې د سيمه ييز دفتر له خوا ورکول کيږي.

 بغلان

 د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د تاله او برفک ولسوالۍ د دارالحقانیه مدرسې اداري او تحصیلي چارې له نيږدې وڅېړلې.

 ميدان وردګ

د پوهنې دوستو هېوادوالو هر يو عبدالجبار باصر، انجنیر حلیم وردګ او خالد الرحمن په خپل شخصي لګښت د میدان وردګو د پوهنې ریاست ترمیم او رنګ کړ، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د رهبرۍ له لوري یې ستاینه او هرکلی وشو.

 نورستان

 د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دغه ولایت واما ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د ښوونیزو فعالیتونو د ارزونې په ترڅ کې له اړوندو مسوولینو سره وکتل او د پوهنې د نظام د ښه والي په اړه یې ورسره خبرې وکړې. نوموړي  د ورسپارل شویو دندو په اجرا کې د مامورینو اخلاص، اصولي کړنې او ځینې نورو اړینو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.

 غزني

 د غزني ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د جاغوري ولسوالۍ د لس بابه ښوونځيو زده کوونکو ته ښوونیزې بستې او قرطاسیې ووېشلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS