د کابل ښار پوهنې رئیس، د ترکیې ښوونې او روزنې بنسټ له مسئولینو سره وکتل.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۲:۲۹
123

د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني، د افغان– ترک ښوونځیو د ښوونې او روزنې له مرستیال سلیمان التون او مل پلاوي سره وکتل.
په پيل کې د پوهنې رئیس میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او د دوو وروڼو هېوادونو،( ترکیې او افغانستان) د مسلمانو خلکو ترمنځ یې د دوستۍ ستایلو ترڅنګ، د پوهنې له وزارت سره د ترکیې  ښوونې او روزنې بنسټ له دوامداره همکاریو مننه او قدرداني وکړه. 
په دې کتنه کې نوموړي د یاد بنسټ له مسئولینو وغوښتل، چې د افغانستان پوهنې نظام ښه والي او ودې په موخه، له پوهنې وزارت سره دوامداره همکاري وکړي او د پوهنې له نورو څانګو سره د مرستې په ترڅ کې دې د ښوونکو او د پوهنې کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره دې لنډ مهاله او اوږدمهاله زده کړو زمینې په برابرولو کې پروګرامونه په لاره واچوي.
له بلې خوا د ترکیې د ښوونې او روزنې د بنسټ مرستیال، د یاد بنسټ د پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د لازمو آسانتیاوو د برابرولو له امله د پوهنې له وزارت څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د پوهنې نظام ترڅنګ به ولاړ وي او په دې برخه کې به دوامداره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS