د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس، د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته ولاړ.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۲:۶
123

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس محمد یوسف ثاقب، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ، د اسلامي زده کړو بنسټونو لپاره په نویو بستونو کې د وړ نوماندانو ګمارنې او څارنې په موخه، بدخشان ولایت ته سفر وکړ. 
په پیل کې  پلاوي د یاد ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه، پوهنې له مسئولینو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو، مدارسو له استازو او یو شمېر دیني عالمانو سره وکتل او دیني بنسټونو لپاره یې د نویو استادانو او کارکوونکو ګمارنو په اړه، له هغوی سره تفصیلي بحثونه وکړل.
د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس، د هېواد مدارسو لپاره د سل زره نویو بستونو منظورۍ  ته په اشارې وویل:( دغه بستونه د هرې مدرسې د اړتیا او زده کوونکو د شمېر له مخې په شفافه او عادلانه توګه وېشل کېږي او د ګمارنې چارو له مسئولینو څخه غوښتنه کوو، چې نوماندان د مسلکي پوهې او کاري تجربې له مخې وګماري.)
د غه راز نوموړي له خپل پلاوي سره یوځای د بدخشان ولایت سرپرست، مولوي عبدالغني فایق سره هم وکتل او د پوهنې د ستونزو په ځانګړي ډول مدارسو کې د خالي بستونو د ټاکلو په اړه یې د یاد ولایت مشرتابه ته معلومات ورکړل. 
د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی رئیس او ورسره مل پلاوي، په داسې حال کې چې د نظامي څانګې استازي قاري مخدوم فصیح الدین یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ له دارالایتام څخه هم لیدنه وکړه او مسئولینو ته یې د یتیمانو د ښې روزنې او پالنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS