له ولایتونو څخه د پوهنې فعالیتونو ته کتنه
![123](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-03_at_11.38.23_am.jpeg)
تخار
د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ د مولوي عبدالرقیب شهید او عبدالله ابن مسعود رضي الله عنهما د دارالحفاظونو دقرآن کریم ۲۸ تنو حافظانو ته د فضیلت پګړۍ ، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، ور په سر شوې.
ويناوالو هر يو په خپل وار فارغانو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ، د علومو د زده کړې او د قران کريم د حفظ پر فضیلت خبرې وکړې او د ا.ا. له لوري یې د ملي امنيت په تامينولو او د تعلیم په برخه کې د فرصتونو په برابرولو خوښي څرګنده کړه.
د تخار پوهنې مسئولینو له خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز، د خروار ولسوالۍ اړوند ۵۰ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار په دایرولو سره، هغوی ته علمي، تجربوي او د زده کړې نوي مېتودونه ور وښودل.
پنجشېر
دپنجشېر ولايت پوهنې رئیس مولوي غلام ایشان حماس، د یاد ولايت مرکز اړوند د بادقول د هلکانو او نجونو له ښوونځيو څخه ليدنه وکړه .
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د پایلو او شهادتنامو مدیریت اړوند څلورو قراردادي بستونو لپاره، له شاوخوا ۴۰ کسانو څخه آزموینه واخیستل شوه.
د یادې آزموینې بهیر د کابل پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني تر څارنې لاندې په شفاف او عادلانه ډول ترسره شو.
بلخ
د بلخ ولایت پوهنې ریاست د پایلو او شهادتنامو عمومي مدیریت اړوند څلورو خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۲۱ تنو نوماندانو څخه آزموینه واخیستل شوه.
له دې جملې څخه به څلور تنه هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، په يادو بستونو کې به په دندو وګمارل شي.