د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۱:۱۵
;lkj

غزني

د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ یو شمېر قومي مخورو او سپین ږیرو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره په کتنه کې، ښوونیزو بنسټونو ته د پوهنې ریاست د مشرتابه پاملرنې غوښتنه وکړه.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د غزني ولایت پوهنې رئیس د امام هادي لومړني ښوونځي د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه او د قراردادي شرکت له مسئولینو سره یې په کتنه کې د ساختماني موادو پر کیفیت ټینګار وکړ.

پروان

د پروان ولايت پوهنې رئيس مولوي سيد محمد فيضي، د یاد ولايت شيخ علي ولسوالۍ د ښوونځيو اداري او تدريسي چارې وڅېړلې، د مدارسو، ښوونځيو او نورو سيمه ييزو ادارو له مسئولينو سره يې د درسي کيفيت لاښه والي په تړاو خبرې او نظرونه تبادله کړل.

پکتیا

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ اړوند د کوتي خېلو د کلي يو شمېر قومي مشرانو او سپین ږیرو، د یاد ولايت له پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي سره په کتنه کې، د پوهنیز نظام لا ښه والي په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS