د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د هېواد د مرکز او ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره ویډیویي کنفرانس ترسره کړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۳:۲۸
951
د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د مالي څانګو رئیسانو، آمرینو او کارپوهانو هم حضور درلود، د مرکز او ولایتونو له پوهنې ریاستونو سره ویډیویي کنفرانس له لارې، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لومړیو پینځو میاشتو د بودیجې مصرف په تړاو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د یادې غونډې د موضوع په تړاو د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو لنډ راپور واورېد او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رئیسانو یې وغوښتل، تر څو د اړوندو ریاستونو د پروژو کیفیت او تطبیق ته د جدي پاملرنې ترڅنګ، د هغو بشپړولو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز نوموړي پوهنې رئيسانو ته په خطاب کې وويل: د پروژو په تطبيق برخه کې د ننګونو په صورت کې د خپلو اړوندو ولايتونو د سيمه ييزو ادارو له مسئولينو څخه مرسته وغواړئ او که د ولایتونو په کچه یادې ستونزې هوارې نه شي؛ بیا دغه موضوع د وزارت له مشرتابه سره شریکه کړئ، چې ژر تر ژره یې په حل کې همکاري ترسره شي.
د سرچینو او ادارې معین څرګنده کړه، په پام کې ده، چې ځانګړي څارنیز ټېمونه د پوهنې ریاستونو له پروژو څخه د څارنې په موخه ولایتونو ته سفرونه وکړي.
غونډه د سرچینو او ادارې معینیت له لوري د ولایتونو پوهنې مسئولینو ته د یو لړ لارښوونو او پرېکړو په کولو او دعائیې په لوستلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS