په کندوز ولایت کې د جنت باغ لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۴:۴۰
sdadf

د کندوز ولایت په آقتاش ولسوالۍ کې د جنت باغ لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر له لوري پرانیستل شوه. د ښوونځي دغه ودانۍ چې د پوهنې د ملاتړ بنسټ په مالي همکارۍ د څه باندې ۲۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، ۸ درسي ټولګي، ۲ درسي خونې، د مېزونو - څوکیو په ګډون ټول اړین توکي او یوه لابراتوار خونه لري. د پوهنې رئیس د همدغه ښوونځي د پرانیستې پر مهال وويل: هيله لرم چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به ستاسو ماشومانو ته د زده کړو ډېرې آسانتياوې برابرې شي او له زده کوونکو او مسئولينو يې وغوښتل، ترڅو د ښوونځي د ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. د سيمې خلکو په خپله ولسوالۍ کې د ياد ښوونځي له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په سیمه کې يې د يادې ودانۍ د جوړېدو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه هڅې وستايلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS