کابل ښار کې د ۲،۵مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۶
شسییبلب

د کابل ښار په آتمه ښوونیزه ناحیه کې د عبدالرحیم غفورزي عالي لېسې د بیارغونې چارې چې څه موده وړاندې د یو علم پروره شخصیت له لوري د ۲ مېلیونه ۵۸۲ زره ۶۲۱ افغانیو په لګښت پیل شوې وې، بشپړې شوې. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او نورو مسئولینو له پوهنې سره د خلکو د همکارۍ او ملاتړ په اړه خبرې وکړې او دغه کار یې له صدقه جاریه نېکو اعمالو څخه وباله. دغه راز مسئولینو د هېواد د ماشومانو لپاره د لازمو ښوونیزو او روزنیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د پوهنې وزارت د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړ. د سيمې خلکو هم د ياد ښوونځي پر بيارغونې خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت څخه يې مننه وکړه، چې د دوی بچیانو ته يې د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په هرات ولایت کې له یوه ښوونځي سره د مېزونو او څوکیو مرسته وشوه

د هرات ښار د خیریه چارو او د پوهنې ملاتړي حاجي امین‌الله امیني له لوري، د یاد ولایت د مرکز هاتفي لېسې ته ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ چې ارزښت یې ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي، ډالۍ کړې.
د هرات پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت په مرکز کې د شاه ابوالفتح ښوونځي د نوې ودانۍ  بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۰:۵۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار  پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ کال لپاره ۳۶ قلمه غیرمطبوع قرطاسیې (دفتري توکو) ته اړتیا لري.
هغه لوژستیکي او سوداګریز شرکتونه او د قرطاسیې پلورنځي چې د یاد قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا. . .

BACK TO NEWS