د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او پایلو ارزونې رئیس د هرات ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۴۵
cxcc
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، د هرات ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره د دغه ریاست په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د په درې بابه ښوونځيو کې د کانکور آزمویښتي آزموينو د پيل پر څرنګوالي خبرې وکړې.
له بلې خوا د هرات پوهنې رئيس د يادو آزموينو د ترسره کولو په برخه کې د خپلو اړوندو څانګو د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ او د ښوونځيو د آزموينو معياري کولو، لاښه والي او پياوړتيا په برخه کې يې د ورته پروګرامونو ترسره کول مهم وبلل.
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو رئیس په وینا، له یادو آزموینو اساسي موخه، په ښوونځیو کې د آزموینو معیاري کول دي، چې ورسره په څلورو نورو ولایتونو (بلخ، خوست، غزني او پروان) کې یې هم د ورته آزموینو د پیل اعلان وکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS