په میدان وردګ ولایت کې ښوونیزو مرکزونو سره څه د پاسه د ۸۸۰ زره افغانیو مرسته شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۷
14

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اوسېدونکو په یادې ولسوالۍ کې ۹ بابه دیني مدارسو سره ټولټال ۸۸۶ زره ۶۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان «حریت» په وینا؛ پورته ذکر شوې پیسې د ځانګړو کړنلارو سره سم د ترمیم او اړینو توکو په پېرودلو کې مصرف شوې دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت د علم پروره ولس، له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS