۱۲۱غصب شوي ملکیتونه بياځلې د پوهنې وزارت په ملکیت کې شامل شول

په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پوهنې وزارت د اړوندو ادارو د مسئولینو د هڅو په پایله کې، د یاد وزارت اړوند ۱۲۱ ملکیتونه چې د یو شمېر کسانو له خوا غصب شوي وو، بېرته دغه وزارت ته راوګرځول شول.
د پوهنې وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په وینا، یاد ملکیتونه چې ټول مساحت یې ۱۶ زره ۸۷۵ جرېبه ځمکې ته رسېږي، له ډېرې مودې راهیسې د اشخاصو له خوا غصب شوي وو او ګټه ترې اخیستل کېده.
پوهنې وزارت، د غصب شویو جایدادونو د بېرته راګرځولو په برخه کې د اړوندو ادارو او د یادو سیمو د اوسېدونکو له همکارۍ مننه کوي.