د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه ځینو خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۲۸
'/;

- سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار اړوند د کارته مأمورین عالي لېسې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زده کوونکو ته، د ۶۴ زره افغانیو په لګښت ۳۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول.

- لوګر
د لوګر ولایت بره کي برک ولسوالۍ اړوند ابراهیم خېل کلي د اوسېدونکو د وړاندیز پر بنسټ؛ په یاده سیمه کې ابراهیم خېل منځني ښوونځي، لېسې دورې ته د پوهنې وزارت لخوا ارتقاء ورکړل شوه.

- بدخشان
- د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د میر فضل الله عالي لېسې د ودانۍ جوړولو چارې، د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ پیل شوې.
د یادونې وړ ده، پورته ذکر شوې ودانۍ ۴ درسي خونې لري، چې ټول اړین ملحقات هم پکې شامل دي.

- بامیان
د بامیان ولایت د زندان ټولټال ۳۸ تنه مجاهدین او بندیان، د پوهنې ریاست لخوا د سواد زده کړې له کورسونو فارغ شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS