د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
asdf

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار  پنځمي تعلیمي ناحيې اړوندو ۱۳بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.
په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ، د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په رڼا کې د ښوونځیو د ځانګړي یونیفورم پلي کېدو په تړاو سپارښتنې وشوې.
همدارنګه د پورته ذکر شویو ښوونځیو آمرینو او ښوونکو له یادو سپارښتنو تود هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زده‌کوونکو سالمې ښوونې- روزنې، نظم او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او مثبت ګام وباله. 
همداراز، د پوهني وزارت په مرکزي هسته کې د عالیقدر امیر المؤمنين "حفظه الله" د فرمانونو پلي کېدو په پار غونډه ترسره شوه، چې پکې محترمو معینانو، ښاغلو مرکزي رئيسانو اوګڼ شمېر مسلکي کارکوونکو برخه درلوده او په ترڅ کې یې محترمو معینانو ګډون والو ته هراړخیزي اوګټورې ویناوې وکړي، چې په پای کې د یاد وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عزیزاحمد "ریان" له خوا د ناسمو رواجونو مخنیوي اړوند د عالیقدر امیر المؤمنين "حفظه الله" فرمان ولوستل شو.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو لپاره د قربانۍ اړوند مسائلو لړۍ هم  پای ته ورسېده.
دغه راز، له ولایتونو او د کابل ښار له پوهنې ریاستونو څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته دقربانۍ درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS