د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د یاد وزارت له یو شمیر مرکزي ریاستونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د وزارت له یو شمېر مهمو کلیدي ریاستونو څخه په جلا-جلا توګه لیدنه وکړه.
د یادو لیدنو په جریان کې، چې د معیاري ازموینو، څارنې او ارزونې، پلان او پایلو او سندونو ریاستونه پکې شامل وو، د دوی د ورځنیو چارو حالت وڅېړل شو، ستونزې یې واورېدل شوې او د حل لپاره یې اړینې لارښوونې وشوې.
د کیفیت تضمین محترم معین دیادو څانګو د کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه، دوی یې وهڅول ترڅو خپلو دندو ته ډېر پام وکړي او د لا همغږۍ، مسلکي چارو پرمختګ او په ورځنیو چارو کې د روڼتیا پیاوړتیا لپاره اړینې مشورې ورکړل شوې.
