په پروان ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۵۳
14

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په قره چه کلي کې "د تعلیم القرآن للبنات دیني مدرسه"، چې د سیمه ییزو خلکو او چارواکو په مرسته د یو مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت سره جوړه شوې وه، د پوهنې رئیس، چارواکو، علماءکرامو او مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده مدرسه چې د ۱۲۰۰ متره مربع مساحت سره په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، ۳ درسي خونې، شاوخوا احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې؛ د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي مېلمنو او ګډون والو د ښه راغلاست پرمهال، د پوهنې وزارت د پراختیایي پلانونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د دیني علومو لاپراختیا په برخه کې یې د یاد وزارت د مشرتابه له هڅو ستاینه وکړه.

د پوهنې وزارت رهبري د پوهنیزسیستم لپاره د خلکو له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS