په کابل ښار کې یو باب ښوونځي سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۳۲
54

د پوهنې یو تن مینه وال شخصیت، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عبدالرحمن سیدخېلي عالي لېسې سره د ۴۰۰ زره افغانیو په اندازه مرسته وکړه، چې یادې پیسې د ۱۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د ۲۰۰ پایې مېزونو، څوکیو او درسي توکو پېرودلو او چمتو کولو لپاره کارول شوې دي.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني د مننې ترڅنګ وویل:"معارف زموږ ټولو ګډ کور دی او دا اړینه ده چې د هغو لاپراختیا او پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو."

بل پلو ځایی اوسېدونکو، ښوونکو او زده‌کوونکو له دغو مرستو تود هرکلی وکړ او له نورو ښاریانو څخه یې هم وغوښتل چې د پوهنې په لاپراختیا کې فعاله برخه واخلي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د علم دوسته خلکو، په ځانګړې توګه د کابل ښار د پوهنې مینه والو له مادې او معنوي مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS