د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د کابل ښار پنځمې ښوونیزې حوزې اړوند د ابوذر غفاري او نوې ډېوې خصوصي ښوونځیو له آزموینو لړۍ څخه څارنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۴۹
پز

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوي چې د کابل ښار پنځمې ښوونیزې حوزې آمر مولوی نجم الحق یې هم ملتیا کوله، د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند پنځمې ښوونیزې حوزې د ابوذر غفاري عالي لېسې او نوې ډېوې خصوصي ښوونځيو له آزموینو لړۍ څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په پیل کې نوموړي د ابوذر غفاري عالي لېسې او نوې ډېوې خصوصي ښوونځیو له اداري پلاویو سره ناستې ترسره او د آزموینو لړۍ یې په ټولګیو کې په عملي توګه و ارزوله.

د کیفیت تضمین معین د آزموینو د لړۍ، محیط، کیفیت او کمیت څخه ډاډ ترلاسه کړ او د پروسې د روڼتیا، کیفیت، پایلو پروخت طی مراحل کولو، مسئولیتونو ته پاملرنې او زده‌کوونکو تشویق په موخه یې اغېزناکې ویناوې وکړې.

په پای کې د یادو ښوونځیو مسئولینو د تضمین کیفیت معین له څارنې او ارزونې خوښي څرګنده او هیله یې و ښوده چې په راتلونکي کې همدا شان د ښوونځیو څخه لیدنې ترسره شي؛ ترڅو د ښوونځیو مسئولین نور هم تشویق او خپلو مسئولیتونو ته لاپسې متوجې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS