د میدان وردګ ولایت په یو باب لېسه کې د ۴۰ زره ډالرو په لګښت کتابتون پرانیستل شو
د میدان وردګ ولایت بند چک ولسوالۍ اړوند د شیخ یاسین عالي لېسې په انګړ کې د "پرمختګې کتابتون" ودانۍ، د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره جوړه او د یاد ولایت پوهنې منسوبینو او چارواکو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد کتابتون د مطالعې ۱۲ زره ټوکه کتابونه لري او په ورته وخت کې د ۱۰۰ تنو لوستونکو ظرفیت لري.
د پوهنې چارواکو له زدهکوونکو او ځوانانو وغوښتل چې د خپلې پوهې او معلوماتو بډاینې او په ټولنه کې د لوستلو کلتور عامولو لپاره کتابتونونو ته مراجعه وکړي.
