د لغمان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د څه کم نیم مېلیون افغانیو په لګښت ۲۵ سېټه «آی پاډ» ووېشل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۱۲
25

د لغمان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ښوونکو ته د تدریسي کچې لا ښه والي په موخه ټولټال ۲۵ سېټه «آی پاډ» توضېع شول.

پورته ذکر شوي برېښنایي وسایل چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له لوري د ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت سره پېرودل شوي، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د میاخېل لومړني ښوونځي، چهاردي منځني ښوونځي او د سلطان غازي ښوونځي ښوونکو ته ووېشل شول.

د یادو «آی پاډ سېټونو» د وېش په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو له ښوونکو وغوښتل چې د خپلو ورځنيو تدریسي او اداري دندو ترسره کولو لپاره پورته ذکر شوي وسایل په اغېزمنه او ګټوره توګه وکاروي.

ورپسې د همدغو ښوونځیو ښوونکو د مننې ترڅنګ، پوهنې په بهیر کې د ټیکنالوژۍ رول ته په اشارې سره یادونه وکړه چې دوی به د هېواد د ماشومانو زده‌کړې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS