لوګر ولایت کې د ۱۵۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۸
25

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ۴۵ بابه ښوونځیو د ۱۵۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه شپږ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ، چې موخه یې د مسلکي مهارتونو لوړول او د تدریسي کیفیت لاښه‌والی دی.

یاد پروګرام د پوهنې وزارت له لوري د یوې همکارې ادارې په ملاتړ تنظیم شوی، ترڅو په ښوونځیو کې د تدریسي کیفیت کچه لاپسې لوړه شي.

په دې سیمینار کې به د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکي د اړوندو روزونکو څخه علمي او معیاري تدریسي مېتودونه او نوې علمي پوهه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې روزنیزې دورې له پای ته رسېدو وروسته به د ښوونځیو ۴۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او د ښوونځیو شورا ۱۵۰ غړو لپاره هم ورته پروګرامونه پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS