د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا د ځانګړي استعداد خاوند زده‌کوونکی وستایل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۸
9887

ښاغلی سمیع الله، د ښوونځي یو تن بااستعداده زده‌کوونکی چې د ریاضياتو په برخه کې ځانګړی ذکاوت لري، د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شو.

لومړی د پوهنې وزارت د استعدادونو ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالولي سداد، ګډون‌والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د صنفي اصولو دورې زده‌کوونکي ښاغلي سمیع الله ځانګړي استعداد ته په اشارې سره وویل: "بې له شکه، زموږ د خلکو هیله زموږ په راتلونکي نسلونو او ځوانانو پورې تړلې ده؛ له همدې امله، هغوی باید هڅه وکړي چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې جدي هڅې وکړي، ترڅو زموږ د ځورېدلي ملت ټولې هیلې پوره شي."

همدارنګه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب هم په خپله وینا کې وویل: "د پوهنې وزارت ژمن دی چې د ټولو طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو استعدادونو ته پراختیا ورکړي؛ ترڅو په راتلونکي کې دوی د هېواد کارپوه او نامتو علمي کادرونه وګرځي."

ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، دغه با استعداده ماشوم ته د مهمو او اساسي لارښونو ورکولو په ترڅ کې څرګنده کړه: "الله تعالی ځینو خلکو ته فطري استعدادونه ورکړي دي او سمیع الله یو له هغو څخه دی. د پوهنې وزارت دا خپل مسئولیت ګڼي چې د ځانګړو استعدادونو لرونکو ټولو ماشومانو هڅونه او هر اړخیز ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "د پوهنې وزارت د ټول هېواد څخه د سمیع الله جان په څېر با استعداده زده‌کوونکو لپاره یو نمونوي ښوونځی تاسیس کړی؛ ترڅو هغوی وکولی شي د اړینو تعلیمي اسانتیاوو، عصري تدریسي موادو او تجربه لرونکو ښوونکو په لارښوونه په وجه‌احسن ډول خپلې زده‌کړې پرمخ بوځي."

د غونډې په پای کې یاد زده‌کوونکی د پوهنې وزارت مشرتابه لخوا د ۵۰ زره افغانیو نغدي ډالۍ، یو پایه کمپیوټر او یو جوړه جامو ورکولو سره وستایل شو.

غونډه د ملت د هوساینې او سوکالۍ او په هېواد کې د علم او پوهې لاپرمختګ لپاره په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS