د لوګر ولایت اوسېدونکو له یوې ليسې سره ۳۰۰ زره افغانۍ مرسته وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۰
14

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ د زاهدآباد کلي اوسېدونکو د همدې ولسوالۍ له محمدجان‌خان لېسې سره ۳۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
یاده مرسته د سیمې د خیرخواه او علم‌پالو وګړو له‌خوا په رضاکارانه توګه راټوله او د لېسې ادارې ته سپارل شوې ده.
 ټاکل شوې چې دا پیسې د لېسې د ودانۍ ترمیم، احاطوي دېوال او د انګړ د دروازې جوړولو او یو شمېر نورو اړتیاوو په برخه کې ولګول شي.
د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې هم د محمدجان خان د کورنۍ غړو له دغې لېسې سره ۲۰۰ زره افغانۍ مرسته کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS