په جوزجان ولایت کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره د ۱۸ مېلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۴
cbhgj

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په ایتمه قلعه کلي کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) ښوونځي بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، د محلي ادارو چارواکو او د خلکو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت والي محترم الحاج قاري گل‌حیدر شفق، د دغو مراسمو پر مهال وویل چې ښوونه او روزنه د ټولنې د سوکالۍ او د هېواد پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده او کورنۍ باید خپل ماشومان د علم او پوهې ترلاسه کولو په موخه مدارسو او ښوونځيو ته ولېږي.
په ورته مهال د جوزجان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد وویل چې د امام ابوحنیفه (رحمه الله علیه) د ښوونځي نوې ودانۍ به ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، لوبغالی، شنه ساحه، ۶ غرفې تش‌نابونه، احاطوي دېوال، ۱۶۰ پایې مېزونه اوڅوکۍ، د برېښنا سیسټم او د اوبو یو حلقه څاه له زېرمتون سره ولري.
د نوموړي په وینا، دا ښوونځي د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړېږي، چې ټولیز لګښت یې له ۱۸ مېلیونه افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS